Content-Length: 285407 | pFad | https://ps.wikipedia.org/wiki/#cite_ref-b92_2-0

لومړی مخ - ويکيپېډيا Jump to content

لومړی مخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ويکيپېډيا ته ښه راغلاست

وړيا پوهنغونډ چې هر يو یې سمولای شي

پښتو ژبه تر دې مهاله ۲۰٬۲۲۱ ليکنې لري.

که مرسته غواړئ، نو لاندې کليک کړئ؛

د فېسبوک رسمي حساب د واټس‌اپ رسمي حساب د انسټاګرام رسمي حساب د يوټيوب رسمي حساب

د نن غوره ليکنه

Illinois Centennial half dollar, obverse

شاه حسين د ميرويس نيكه دوهم زوی وو چې د ۱۱۱۴ هـ كال د ربيع الاول پر ۲۳ د كلات په سيوري كې وزېږېد. د عمر تر دولسو كلو پورې يې فقه، تفسير، منطق او د بلاغت علوم ولوستل. هغه مهال چې پر ۱۱۳۵ هـ كال اعليحضرت شاه محمود اصفهان فتح كړ، نو خپل كشر ورور حسين يې د كندهار پر تخت كېناوه. اعليحضرت شاه حسين ډېر عالم، اديب او علم روزونكى پاچا وو او د ده عصر پر پښتنو باندې په ډېرې ارامۍ او راحت تېر شو، لوېديزې او شمالي خوا ته تر فراه، سبزوار او هرات پورې او ختيځ خواته تر غزني او گومل پورې ده حكمراني كوله او سربېره پردې، پښين ، شال او د پنجاب د اسماعيل او غازي خان دېرې هم د شاه حسين په وختو كې فتح شوې. همدارنگه د ملتان لته هم د كندهار د قوواو له خوا تهديد شوه او د پښتنو پرمختگ د ملتان تر حدودو ورسېد. د دې زلمي پاچا د علم پروروۍ د ثبوت لپاره همدا دليل بس دى چې په شاهي ارگ كې يې ادبي انجمن جوړ كړى وو او په اوونۍ كې به یې يوه ورځ د خپل وخت ډېر لوى علما، شاعران او اديبان خپل كتابتون ته رابلل. شعرونه به يې اورېدل او ادبي مجلسونه به يې كول. شاعرانو ته به يې صلې وركولې چې د همدې ټولنې په بركت او ددې پاچا په امر د پښتو قيمتي نښير پټه خزانه ډگر ته راووت او وليكل شو او نور ډېر كتابونه په پښتو كې پيدا شول. شاه حسين پخپله هم د پښتو ژبې ښه شاعر وو. پر ملي وزن يې خواږه شعرونه ويل. ( بشپړه ليکنه...)

وروستی لیکنې:

د نن سبا خبرونه

یحیی سنوار د حماس سياسي او پوځي مشر وو
یحیی سنوار د حماس سياسي او پوځي مشر وو
  • ۲۰۲۵ جنوري ۱۰: د رياست الوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر د کډوالو چارو وزير وټاکل سو.
  • ۲۰۲۴ ډسمبر ۳۰: پر ښځو باندي د بندیزونو په لړ کي اقتصاد وزارت په یوه تعقیبي مکتوب کي له داخلي او بهرنیو موسسو غوښتي، ترڅو ښځینه کارکوونکي منفک او ایسته کړي. وایي، که یې امر ونه منل سي، فعالیتونه به یې وځنډوي او جواز به یې لغوه کړي.
  • ۲۰۲۴ ډسمبر ۳۰: د هېواد د وزن پورته کولو ملي لوبډلې لوبغاړي زبیر نظري د قطر کپ اسیایي سیالیو کې د ۲۵۰ کیلو وزن په پورته کولو سره اتم مقام خپل کړ.
  • ۲۰۲۴ ډسمبر ۳۰: د متحده ایالاتو پخوانئ ولسمشر جیمي کارتر مړ سو.
  • ۲۰۲۴ ډسمبر ۲۹: په سویلي کوریا کي د الوتکي د یوې خونړي پیښي په پایله کي 125 کسان ووژل سوه.
  • ۲۰۲۴ ډسمبر ۲۶: د هندوستان پخوانی لمړئ وزیر (من موهن سینګ) د 92 کلونو په عمر مړ سو.
  • ۲۰۲۴ ډسمبر ۲۵: پاکستاني الوتکو د پکتیکا ولایت پر برمل باندي بمباري کړې، چي له امله یې ۴۶ تنه ملکي وګړي شهیدان سوي دي.
  • ۲۰۲۴ ډسمبر ۱۸: د روسیې د کېمیاوي او اټومي وسلو قومندان جنرال ایګور کریلوف او مرستیال یې په مسکو کي د یو چاودني له امله ووژل سول.
  • ۲۰۲۴ ډسمبر ۱۷: د اسراییلو او حماس په جګړه کي د غزې د شهیدانو شمېر 45000 ته ورسېدی.
  • ۲۰۲۴ ډسمبر ۱۷: د ټایوان د دفاع وزارت اعلان وکړ چې دغه هېواد ته د امریکا د ابرامز د پرمختللو جنګي ټانکونو لومړۍ جوپه، چي ۳۸ ټانکه دي، ورسېدل.
  • ۲۰۲۴ ډسمبر ۱۵: اروپایي ټولني د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره 22 میلیونه یورو مرسته اعلان کړه.
  • ۲۰۲۴ ډسمبر ۱۲: سعودي عربستان په رسمي ډول په 2034 کال کي د فوټبال د نړیوال جام کوربتوب ترلاسه کړ.
  • ۲۰۲۴ ډسمبر ۱۲: د افغانستان د کډوالو چارو وزیر (خلیل الرحمن حقاني) په کابل کي د یو ځانمرګي برید له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د نن غوره انځور 

د افغانستان کريکېټ ملي لوبډله په ۲۰۲۴ زېږديز کال نړيوال شل اوريز جام سياليو کې استراليا ته د ماتې وروکولو وروسته خپله خوښي څرګندوي. د افغانستان کريکېټ ملي لوبډله په ۲۰۲۴ زېږديز کال نړيوال شل اوريز جام سياليو کې استراليا ته د ماتې وروکولو وروسته خپله خوښي څرګندوي.

انځورګر: [Darrian Traynor/ICC/Getty Images]

ويکيپېډيا نورې برخې

د پښتو ويکيپېډيا خورلڼې پروژې په لاندي توګه دي؛

د ويکيپېډیا خورلڼې پروژې

د پښتو ويکيپېډيا خورلڼې پروژې په لاندي توګه دي؛

ويکيپېډیا په نورو ژبو

ويکيپېډیا په ۲۰۰۱ (۲۰۰۱) کې پیل او په پښتو ژبه ۲۰٬۲۲۱ لیکنې لري.

ويکيپېډیا په نورو ژبو کې









ApplySandwichStrip

pFad - (p)hone/(F)rame/(a)nonymizer/(d)eclutterfier!      Saves Data!


--- a PPN by Garber Painting Akron. With Image Size Reduction included!

Fetched URL: https://ps.wikipedia.org/wiki/#cite_ref-b92_2-0

Alternative Proxies:

Alternative Proxy

pFad Proxy

pFad v3 Proxy

pFad v4 Proxy