Jump to content

ژوند

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ژوند
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
ځانګړې وېشنيزه
being (en) ژباړل
lyfe (en) ژباړل[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
کارول
ناجوت ارزښت ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور اړين مالومات
برخې

ژوند د فزیکي موجوداتو یوه ځانګړنه ده چې د بیولوژیکي پروسو لکه سېګنال ورکولو او په ځان بسیاکېدو له لارې يې له نورو هغه موجوداتو څخه جلا کوي چې نه یې لري. یا یې هم یادې پروسې د مرګ په وجه له فعاليت څخه لوېدلې وي، يا په دې دلیل چې دوی هېڅ‌کله دا ډول فعالیتونه نه لرل ځکه د بې‌ځانه په توګه ډلبندي شوي. د ژوند بېلابېل ډولونه شته، لکه بوټي، حیوانات، قارچونه (fungi)، پروتېستا (protists)، ارکیا (archaea)، او باکتریا(bacteria)، بیولوژي هغه علم د ی چې له ژوند څخه بحث کوي.

په اوس حال کې د ژوند د تعریف لپاره هېڅ نظري توافق نه شته. یو عام تعریف دا دی چې ژوندي موجودات هغه پرانیستي سیستمونه دي چې هموستاز(homeostasis) خوندي کوي، له حجرو څخه جوړ شوي د ژوند دوران لري، کولی شي وده وکړي، له خپل چاپېریال سره توافق وکړي، میتابولیزم وکړي، محرکونو/پاروونکو ته ځواب ورکړي، تکثر وکړي او تکامل ومومي. ځینې وختونه په نورو تعریفونو کې د ژوند غیر حجروي بڼه لکه ویروسونه (viruses ) او وایرېډونه (viroids) شاملېږي.

ابیوجنېزس (Abiogenesis) له غیر  ژوندیو موادو لکه ساده عضوي ترکیباتو څخه د ژوند رامنځته کېدلو پروسه ده. یوه برلاسې علمي فرضیه دا ده چې له غیر ژوندیو موجوداتو څخه ژونديو موجوداتو ته اوښتل یوازینۍ پېښه نه وه. بلکې د پېچلتیا د ډېرولو تدریجي پروسه ده. په ځمکه کې ژوند د لومړي ځل لپاره ۴.۲ ميليارد کلونه مخکې د سمندرونو له رامنځته کېدو څخه ډېر زر ۴.۴۱ ميليارد کاله مخکې او د ځمکې له رامنځته کېدو څخه لږ وروسته ۴.۵۴ میلیارد کاله مخکې څرګند شوی. د ژوند لومړنۍ پېژندل شوې بڼې د باکتري‌ګانو مایکروفوسیلونه دي. د ځمکې پر مخ ژوند په احتمالي توګه د RNA له یوې نړۍ څخه سرچینه اخیستې، که څه هم د RNA پر بنسټ ژوند ښايي لومړنی ژوند نه وي. د مېلر اېري (Miller–Urey experiment ) د ۱۹۵۲ کال کلاسیکې تجربې او ورته څېړنو څرګنده کړه چې ډېری امینو اسیدونه په ټولو موجوداتو کې د کارول شویو پروتینونو کيميايي ترکیبات دي، چې کولی شي د ځمکې د لومړنیو ترکيباتو د بیاتولید شرایطو په نظر کې نیولو سره د غیرعضوي ترکیباتو له سېنتېز/ تولید څخه ترلاسه شي. پېچلې مالیکولي عضوي ترکیبات په لمریز سیستم او د ستورو تر منځ فضا څرګند شوي دي او ښايي  یادو مالیکولونو د ځمکې پر مخ د ژوند د پراختیا لپاره لومړني مواد برابر کړي وي. .[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

ژوند د ځمکې پر مخ د خپل لومړني پيل راهیسې خپل چاپېریال د جیولوژيکي وخت په کچه بدل کړی دی، خو همداراز یې په ډېری حالتونو او ایکوسیستمونو کې د بقا او ژوندي پاتې کېدلو لپاره توافق کړی. ځینې مایکرو او ګانیزمونه چې د ایکستروموفیل ( extremophiles) په نوم یادیږي، هغه ژوندي موجودات چې په سختو فزیکي او جیوکيمیاوي شرایطو کې وده کوي د ځمکې پر مخ د ډېری نورو ژوندونو لپاره زیان‌رسوونکي دي. حجره د ژوند د جوړښتي او وظیفوي واحد په توګه په پام کې نيول شوې ده. حجرې په دوه ډوله دي، ایو کریوت (eukaryotic) او پروکریوت (prokaryotic )، دواړه ډولونه له سایتوپلزم څخه چې د يوې غشا په واسطه پوښل شوی جوړې شوې دي چې ډېر ژوندي مالیکولونه لکه پروتینونه او هستوي اسیدونه پکې شامل دي. حجرې د حجروي‌وېش/انقسام له لارې تکثر کوي، چې په  هغه کې یوه مورنۍ حجره په دوه يا څو لورنیو حجرو وېشل کېږي. [۱۵][۱۶]

په تېرمهال کې د ژوند معنا د تعریف لپاره ډېرې هڅې د زړو/منسوخو مفاهمو لکه اوډیک ځواک / Odic force (د ژوند ځواک)، هېلوموفیزم (hylomorphism)، ناڅاپه نسل (spontaneous generation) او حیاتیزم/ ژوندی‌والی (vitalism) له خوا ترسره شوې، چې اوس‌مهال د بیولوژيکي کشفونو له خوا رد شوي. ارسطو لومړنی کس دی چې ژوندي موجودات یې طبقه‌بندي کړل. تر هغه روسته کارل لینه د ډولونو د نوم اېښودلو خپل دوه کلیمه‌يي سیستم معرفي کړ. په پایله کې د ژوند نوې ډلې او طبقه‌بندۍ لکه حجرې او میکرواورګانیزمونه کشف شول، چې د ژوندیو موجوداتو تر منځ د اړیکو په جوړښت کې یې د پام‌وړ بیاکتنو ته پوهان مجبور کړل. که څه هم اوس یوازې د ځمکې مخ پېژندل شوی خو لازمي نه ده چې ټول ژوند دې ورپورې محدود شي، ځکه اوس‌مهال ډېری پوهان له ځمکې څخه بره/پورته ژوند/extraterrestrial  (له ځمکې څخه پرته په نورو سیارو کې ژوند) په اړه فکر کوي. مصنوعي ژوند یو کمپيوټري ورته‌والی یا هم د ژوند له هر اړخ څخه د انسان د لاس جوړه شوې بیارغونه ده چې تر ډېره له طبعي ژوند سره د تړلو سیستمونو د ارزولو لپاره کارول کېږي.

مرګ د ټولو بیولوژيکي پروسو دایمي پاي دی چې یو ژوندی موجود ورسره مخ کېږي، او په دې توګه يې ژوند پای ته رسي. انقراض/ورکېدنه هغه اصطلاح ده چې معمولا د یو ډول، یوې ډلې يا تاکسون (taxon/ د ژوندیو موجوداتو د ځانګړي ډول یوه ډله) مړینه تشرېح کوي. فوسیلونه د ژونديو موجوداتو خوندي پاتې شوني یا اثار دي.  

تعریف

د ژوند تعریف له اوږدې مودې راهیسې د ساینس پوهانو او فلیسوفانو لپاره یوه ننګونه وه. تر یو حده دا ځکه چې ژوند یوه پروسه ده نه ماده. دا چاره د ژونديو موجوداتو له ځانګړنو څخه د ناپوهۍ په وجه چې ښايي که چېرې کوم داسې څه وي چې له ځمکې څخه يې بهر وده کړې وي پېچلې ده. له ژوند څخه فلیسوفي تعریفونه هم له ژونديو موجوداتو څخه د غیر ژونديو موجوداتو د تشخیص د څرنګوالي په برخه کې له ورته ستونزو سره مخ شوي. د ژوند پر حقوقي تعریفونه هم تشرېح او بحث شوی، که څه هم په عمومي ډول د دوی تمرکز د انساني مړو پر اعلام پرېکړه او له دې پرېکړې څخه پر قانوني پایلو دی. د ژوند لپاره له ۱۲۳ څخه زیات تعریفونه وړاندې شوي. داسې بريښي چې د ناسا (NASA) د خوښې وړ یو تعریف دا دی: «یو په ځان بسیا سیستم چې د دارویني تکامل ځواک لري.» په ساده ډول «ژوند هغه ماده ده چې کولی شي ځان بیا تولید کړي او څه ډول چې بقا حکم کوي په همغه ډول تکامل ته رسيږي. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

بیولوژي

له هغه ځایه چې د ژوند لپاره هېڅ کوم ښکاره تعریف نه‌شته، په بیولوژي کې ډېری اوسني تعریفونه توضیحي دي. ژوند د هغه څه د ځانګړنې په توګه په پام کې نیول کېږي چې په ورکړل شوي چاپېریال کې خپل شته‌والی ساتي، وده کوي او پياوړتیا مومي. دا ځانګړتیا له ځینو یا ټولو لاندې اوصافو څخه ښکارندویي کوي. [۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱]

  1. هوموستازس (Homeostasis): د یو وضعیت د خوندي ساتلو لپاره د داخلي چاپېریال تنظیم د مثال په ډول د تودوخې د راکمولو لپاره خوله کول
  2. سازمان (Organization) د جوړښت له پلوه له یوې یا څو حجرو څخه چې د ژوند له اصلي واحد دی جوړ شوی.
  3. میتابولیزم (Metabolism): د انرژي بدلون په کیمیاوي موادو او د انرژي بدلول په کوچنیو حجروي اجزاو (انابولیزم) او د عضوي موادو تجزیه (کتابولیزم). ژوندي موجودات د خپل داخلي سازمان د بقا (homeostasis) او له ژوند سره تړلیو ګڼو نورو پديدو د تولید لپاره انرژي ته اړتیا لري.
  4. وده:  له کتابولیزم څخه د انابولیزم کچه لوړ ساتل. د ودې په حال کې یو ژوندی موجود د دې په ځاي چې یوازې مواد راټول کړي د وجود د ټولو برخو په اندازه کې یې زیاتوالی راځي. 
  5. توافق: د وخت له تېرېدو سره د چاپیریال پر وړاندې د بدلون وړتیا. دا وړتیا د تکامل د پروسو بنسټ دی او د خوړو د رژيم، وراثت او د ژوندي موجود د خارجي عواملو په واسطه ټاکل کېږي.
  6. د محرکونو/پاروونکو پر وړاندې ځواب (Response to stimuli):  یو ځواب بېلابېلې بڼې لرلی شي، د یو حجروي موجوداتو له انقباض څخه نیولې ترخارجي کیمیاوي موادو او تر پېچليو غبرګونونو پورې چې د ژوندیو موجوداتو ټول حواس په کې شاملېږي. ځواب تر ډېره له حرکت سره تشرېح کېږي. د مثال په ډول د بوټو د پاڼو تاوېدل د لمر لوري ته (phototropism) او شيموتاکزېس/chemotaxis (د چاپېریالي اغیزو لاندې د یو حجروي موجود حرکت د کیمیاوي تحریکاتو پر وړاندې).
  7. تکثر/باروي: په غیر جنسي ډول له یو واحد پلرني اورګانیزم څخه یا په جنسي ډول له دوو اورګانیزمونو څخه د نويو انفرادي اورګانیزمونو تولید.

دا پېچلې پروسې د فزیولوژیکي دندو په نوم یاديږي، د فزیکي، کیمیاوي او همداراز د سېګنال ورکولو او کنترول د بنسټ لرونکې دي چې د ژوند دخوندیتوب لپاره اړینې دي.

سرچينې

  1. Stuart Bartlett (۱۶ اپرېل ۲۰۲۰). "Defining Lyfe in the Universe: From Three Privileged Functions to Four Pillars". Life (4). doi:10.3390/LIFE10040042.{{cite journal}}: CS1 errors: dates (link) CS1 maint: unflagged free DOI (link)
  2. Dodd, Matthew S.; Papineau, Dominic; Grenne, Tor; Slack, John F.; Rittner, Martin; Pirajno, Franco; O'Neil, Jonathan; Little, Crispin T.S. (1 مارچ 2017). "Evidence for early life in Earth's oldest hydrothermal vent precipitates". Nature. 543 (7643): 60–64. Bibcode:2017Natur.543...60D. doi:10.1038/nature21377. PMID 28252057. خوندي شوی له اصلي څخه په 8 سپټمبر 2017. بياځلي په 2 مارچ 2017.
  3. Zimmer, Carl (1 مارچ 2017). "Scientists Say Canadian Bacteria Fossils May Be Earth's Oldest". The New York Times. خوندي شوی له اصلي څخه په 2 مارچ 2017. بياځلي په 2 مارچ 2017.
  4. Ghosh, Pallab (1 مارچ 2017). "Earliest evidence of life on Earth 'found". BBC News. خوندي شوی له اصلي څخه په 2 مارچ 2017. بياځلي په 2 مارچ 2017.
  5. Dunham, Will (1 مارچ 2017). "Canadian bacteria-like fossils called oldest evidence of life". Reuters. خوندي شوی له اصلي څخه په 2 مارچ 2017. بياځلي په 1 مارچ 2017.
  6. Tyrell, Kelly April (18 December 2017). "Oldest fossils ever found show life on Earth began before 3.5 billion years ago". University of Wisconsin–Madison. خوندي شوی له اصلي څخه په 31 March 2021. بياځلي په 18 December 2017.
  7. Schopf, J. William; Kitajima, Kouki; Spicuzza, Michael J.; Kudryavtsev, Anatolly B.; Valley, John W. (2018). "SIMS analyses of the oldest known assemblage of microfossils document their taxon-correlated carbon isotope compositions". PNAS. 115 (1): 53–58. Bibcode:2018PNAS..115...53S. doi:10.1073/pnas.1718063115. PMC 5776830. PMID 29255053.
  8. * Copley, Shelley D.; Smith, Eric; Morowitz, Harold J. (ډيسمبر 2007). "The origin of the RNA world: Co-evolution of genes and metabolism" (PDF). Bioorganic Chemistry. 35 (6): 430–443. doi:10.1016/j.bioorg.2007.08.001. PMID 17897696. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 5 سپټمبر 2013. بياځلي په 8 جون 2015. The proposal that life on Earth arose from an RNA world is widely accepted. {{cite journal}}: More than one of |archivedate= and |archive-date= specified (help); More than one of |archiveurl= and |archive-url= specified (help)
  9. Robertson, Michael P.; Joyce, Gerald F. (May 2012). "The origins of the RNA world". Cold Spring Harbor Perspectives in Biology. 4 (5): a003608. doi:10.1101/cshperspect.a003608. PMC 3331698. PMID 20739415.
  10. Cech, Thomas R. (July 2012). "The RNA Worlds in Context". Cold Spring Harbor Perspectives in Biology. 4 (7): a006742. doi:10.1101/cshperspect.a006742. PMC 3385955. PMID 21441585.
  11. Ehrenfreund, Pascale; Cami, Jan (December 2010). "Cosmic carbon chemistry: from the interstellar medium to the early Earth". Cold Spring Harbor Perspectives in Biology. 2 (12): a002097. doi:10.1101/cshperspect.a002097. PMC 2982172. PMID 20554702.
  12. Perkins, Sid (8 April 2015). "Organic molecules found circling nearby star". Science. doi:10.1126/science.aab2455. بياځلي په 2015-06-02.
  13. King, Anthony (14 اپرېل 2015). "Chemicals formed on meteorites may have started life on Earth". Chemistry World (News). London: Royal Society of Chemistry. خوندي شوی له اصلي څخه په 17 اپرېل 2015. بياځلي په 17 اپرېل 2015.
  14. Saladino, Raffaele; Carota, Eleonora; Botta, Giorgia; et al. (13 April 2015). "Meteorite-catalyzed syntheses of nucleosides and of other prebiotic compounds from formamide under proton irradiation". Proc. Natl. Acad. Sci. U.S.A. 112 (21): E2746–E2755. Bibcode:2015PNAS..112E2746S. doi:10.1073/pnas.1422225112. PMC 4450408. PMID 25870268.
  15. "2.2: The Basic Structural and Functional Unit of Life: The Cell". LibreTexts. 2 June 2019. خوندي شوی له اصلي څخه په 29 March 2020. بياځلي په 29 March 2020.
  16. Bose, Debopriya (14 May 2019). "Six Main Cell Functions". Leaf Group Ltd./Leaf Group Media. خوندي شوی له اصلي څخه په 29 March 2020. بياځلي په 29 March 2020.
  17. Tsokolov, Serhiy A. (May 2009). "Why Is the Definition of Life So Elusive? Epistemological Considerations". Astrobiology. 9 (4): 401–12. Bibcode:2009AsBio...9..401T. doi:10.1089/ast.2007.0201. PMID 19519215.
  18. Emmeche, Claus (1997). "Defining Life, Explaining Emergence". Niels Bohr Institute. خوندي شوی له the original on 14 مارچ 2012. بياځلي په 25 مې 2012.
  19. McKay, Chris P. (14 September 2004). "What Is Life—and How Do We Search for It in Other Worlds?". PLOS Biology. 2 (9): 302. doi:10.1371/journal.pbio.0020302. PMC 516796. PMID 15367939.{{cite journal}}: CS1 maint: unflagged free DOI (link)
  20. Mautner, Michael N. (1997). "Directed panspermia. 3. Strategies and motivation for seeding star-forming clouds" (PDF). Journal of the British Interplanetary Society. 50: 93–102. Bibcode:1997JBIS...50...93M. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 2 نومبر 2012.
  21. Mautner, Michael N. (2000). Seeding the Universe with Life: Securing Our Cosmological Future (PDF). Washington D.C. ISBN 978-0-476-00330-9. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 2 نومبر 2012.{{cite book}}: CS1 maint: location missing publisher (link)
  22. McKay, Chris (18 September 2014). "What is life? It's a Tricky, Often Confusing Question". Astrobiology Magazine.
  23. Nealson, K.H.; Conrad, P.G. (December 1999). "Life: past, present and future". Philosophical Transactions of the Royal Society of London B. 354 (1392): 1923–39. doi:10.1098/rstb.1999.0532. PMC 1692713. PMID 10670014. خوندي شوی له اصلي څخه په 3 January 2016.
  24. Jeuken M (1975). "The biological and philosophical defitions of life". Acta Biotheoretica. 24 (1–2): 14–21. doi:10.1007/BF01556737. PMID 811024. S2CID 44573374.
  25. Mautner, Michael N. (2009). "Life-centered ethics, and the human future in space" (PDF). Bioethics. 23 (8): 433–40. doi:10.1111/j.1467-8519.2008.00688.x. PMID 19077128. S2CID 25203457. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 2 نومبر 2012.
  26. Capron AM (1978). "Legal definition of death". Annals of the New York Academy of Sciences. 315 (1): 349–62. Bibcode:1978NYASA.315..349C. doi:10.1111/j.1749-6632.1978.tb50352.x. PMID 284746. S2CID 36535062.
  27. Trifonov, Edward N. (17 March 2011). "Vocabulary of Definitions of Life Suggests a Definition". Journal of Biomolecuoar Structure and Dynamics. 29 (2): 259–266. doi:10.1080/073911011010524992. PMID 21875147.
  28. Voytek, Mary a. (6 March 2021). "About Life Detection". NASA. خوندي شوی له اصلي څخه په 18 March 2021. بياځلي په 8 March 2021.
  29. Marshall, Michael (14 December 2020). "He may have found the key to the origins of life. So why have so few heard of him? - Hungarian biologist Tibor Gánti is an obscure figure. Now, more than a decade after his death, his ideas about how life began are finally coming to fruition". National Geographic Society. خوندي شوی له اصلي څخه په 16 February 2021. بياځلي په 8 March 2021.
  30. Mullen, Lesle (1 August 2013). "Defining Life: Q&A with Scientist Gerald Joyce". Space.com. خوندي شوی له اصلي څخه په 19 January 2021. بياځلي په 8 March 2021.
  31. Zimmer, Carl (26 February 2021). "The Secret Life of a Coronavirus - An oily, 100-nanometer-wide bubble of genes has killed more than two million people and reshaped the world. Scientists don't quite know what to make of it". خوندي شوی له اصلي څخه په 8 March 2021. بياځلي په 8 March 2021.
  32. Luttermoser, Donald G. (2012). "ASTR-1020: Astronomy II Course Lecture Notes Section XII" (PDF). East Tennessee State University. خوندي شوی له the original (PDF) on 7 July 2017. بياځلي په 8 March 2021.
  33. Luttermoser, Donald G. (2012). "Physics 2028: Great Ideas in Science: The Exobiology Module" (PDF). East Tennessee State University. خوندي شوی له the original (PDF) on 12 April 2016. بياځلي په 8 March 2021.
  34. Luttermoser, Donald G. (2012). "Lecture Notes for ASTR 1020 - Astronomy II with Luttermoser at East Tennessee (ETSU)". East Tennessee State University. خوندي شوی له the original on 2 May 2012. بياځلي په 8 March 2021.
  35. McKay, Chris P. (14 September 2004). "What Is Life—and How Do We Search for It in Other Worlds?". PLOS Biology. 2 (9): 302. doi:10.1371/journal.pbio.0020302. PMC 516796. PMID 15367939.{{cite journal}}: CS1 maint: unflagged free DOI (link)
  36. Koshland, Jr., Daniel E. (22 مارچ 2002). "The Seven Pillars of Life". Science. 295 (5563): 2215–16. doi:10.1126/science.1068489. PMID 11910092.
  37. "life". The American Heritage Dictionary of the English Language (4th ed.). Houghton Mifflin. 2006. ISBN 978-0-618-70173-5.
  38. "Life". Merriam-Webster Dictionary. خوندي شوی له اصلي څخه په 10 نومبر 2016. بياځلي په 12 نومبر 2016.
  39. "Habitability and Biology: What are the Properties of Life?". Phoenix Mars Mission. The University of Arizona. خوندي شوی له اصلي څخه په 16 اپرېل 2014. بياځلي په 6 جون 2013.
  40. Trifonov, Edward N. (2012). "Definition of Life: Navigation through Uncertainties" (PDF). Journal of Biomolecular Structure & Dynamics. 29 (4): 647–50. doi:10.1080/073911012010525017. ISSN 0739-1102. PMID 22208269. S2CID 8616562. خوندي شوی له the original (PDF) on 27 جنوري 2012. بياځلي په 12 جنوري 2012. {{cite journal}}: More than one of |archivedate= and |archive-date= specified (help); More than one of |archiveurl= and |archive-url= specified (help)
  41. Zimmer, Carl (11 جنوري 2012). "Can scientists define 'life' ... using just three words?". NBC News. خوندي شوی له اصلي څخه په 14 اپرېل 2016. بياځلي په 12 نومبر 2016.
pFad - Phonifier reborn

Pfad - The Proxy pFad of © 2024 Garber Painting. All rights reserved.

Note: This service is not intended for secure transactions such as banking, social media, email, or purchasing. Use at your own risk. We assume no liability whatsoever for broken pages.


Alternative Proxies:

Alternative Proxy

pFad Proxy

pFad v3 Proxy

pFad v4 Proxy